په خوست ولایت کې له کوچي سرخېلانو سره ناسته وشوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۴۳
خبر

۱۳/۷/۱۴۴۵

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري کوچیانو ته د عامه پوهاوي په برخه کې یو ورځنی سمینار جوړ شو چې پر مهال یې د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي په شمول د ګڼو محلي اداراتو مسؤلینو او د کوچيانو سرخیلانو ګډون کړی وو.

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم کوچیانو ته په ډېرو برخو کې خدمتونه وړاندې شوي دي. هغه زیاته کړه چې ستاسې ټول حقه حقوق به تأمین کیږي او تاسو ته به د خدماتو په برخه کې توجه لا ډېره شي.

کوچي مشرانو غونډې ته خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت د راتګ لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړي دي او اوس یې د ساتنې په موخه هم په پوره توان قربانۍ ته تیار یوو.
د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس ښاغلی کوچي سمینار ته د خبرو پرمهال وویل: په تېرو څو لسیزو کې کوچیانو ته هیڅ توجه نه ده شوې او له اولیه خدمتونو څخه هم بې برخې وو. هغه زیاته کړه چې په خوست ولایت کې شته ستونزې به تر مرکزې ادارو او همکارو مؤسیسو پورې د حل په موخه رسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

 

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu