په جوزجان کې ۱۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۳۸
په جوزجان کې ۱۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

شنبه ۸/۲/۱۴۴۷ د جوزجان ولایت د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د قوش تپې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه شخړه حل کړه او دواړه لوري یې د ورورګلوۍ په ټغر کښېنول. دغه شخړه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په یاده سیمه کې د څو مېشتو پښتنو او اوزبکو کورنیو ترمنځ د څړځایونو پرسر پېښه شوې وه، چې له امله یې ښکېلې غاړې له ډېرو ستونزو سره مخ وې او د دوی ترمنځ یې سخت جنجالونه رامنځته کړي وو. دا چې یاده موضوع د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو ته راجع شوه، هغوی هم د سیمې د مخورو په همکاري، یادې سیمې ته سفر وکړ، د دواړو خواوو له اسنادو او د سیمې له کتنې وروسته یې یوې ناستې پرمهال د دوی ترمنځ د سولې فیصله وکړه. دغه فیصله د دواړو خواوو د قناعت وړ وګرځېده او ژمنه یې وکړه چې نور به یو بل ته خنډونه نه جوړوي او د کورنۍ د غړو په څېر به له یو بل سره ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu