په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ بدي حل شوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۵:۲۳
Mobta

۱۷/۲/۱۴۴

د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د منګوټي کلي د دوو کورنیو تر منځ را پېښه شوې د ښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو او منځګړېتوب په دوستي بدله شوه.

دغه شخړه چې د اوو کلونو را په دېخوا یې جریان درلود او له یوه لوري څخه پکې یو تن هم وژل شوی و نن په داسي حال کې په دوستې بدله شوه چې پر مهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم، دینې عالمانو، قومي مشرانو او ښکېلو لوریو ګډون کړی وو.

د یادې غونډې پر مهال د یاد ریاست رئیس ښاغلي صمیم وویل چې د اختلافاتو او دښمنیو د ختمولو لپاره هیڅ وخت ناوخته نه دی او بل هیڅ شی د سولي او پخلاینې په څېر خواږه نه دي. هغه د دواړو کورنیو له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ټولو د مېشتو قومونو تر منځ پر یووالي او ورورګلوي یې ټینګار وکړ.

په وروستیو کې د شخړې د ښکېلو لوریو تر منځ پرېکړه وشوه د طرفینو له موافقې وروسته د مشرانو له لوري غونډه د خیر او یووالي په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۲:۵
Background image

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۲محرم الحرام ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د څو لسيزو اوږد مهاله حقوقي شخړه، چې ژور قومي اختلافات يې. . .

BACK TO NEWS

User account menu