په جوزجان او باميان ولايتونو کې د شخړو سوله ييز حل

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۴
په جوزجان او باميان ولايتونو کې د شخړو سوله ييز حل

 

سه شنبه ۲۸ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له خوا د دغه ولايت په مصر آباد سيمه کې د دوو هيوادوالو ترمنځ د ځمکو د اجارو پر سر راپورته شوې اوږدمهاله شخړه حل او د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې حق حقدار ته وسپارل شو.

ياده رامنځته شوې موضوع، چې د ۳۰ جريبه ځمکې کلنې اجاره پکې شامله وه د مقابل لوري د نه ورکړې په صورت کې يې لوی مشکلات او خنډونه راپورته کړي وو.

ورته مهال د باميان ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ لومړی د لفظي شخړې او بيا د فزيکې تاوتريخوالي له کبله رمنځ ته شوی جنجال د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري حل او طرفين سولې ته راوبلل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu