په تخار ولايت کې له يو شمير قومي مشرانو، او د امو سيند له تخريبات څخه لیدنه تر سره شوه

mobta_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۲۱:۲۴
 mobta

پنچ شنبه ٢٩ شعبان المعظم ١٤٤٤

د تخار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس مولوي احمدالله تالقاني د ياد ولايت بېلابېلو ولسواليو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له یو شمیر قومي مشرانو او د امو سيند له تخريباتو څخه له نيږدې ليدنه تر سره کړه. قومي مشرانو د خپلې سيمې اړوند ځيني ستونزې او د يادو ولسواليو د خلکو د اساسي غوښتنو ترڅنگ د څړ ځاينو پر سر را ولاړ شوي مشکلات هم شريکې کړل. ښاغلي تالقان له دوئ سره د ستونزو په هوارولو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. ښاغلي احمدالله تالقاني يادو ولسواليو ته د خپل رسمي سفر په اوږدو کې د کوچيانو له څړ ځاينو او د آمو سیند له تخريباتو څخه هم ليدنه وکړه د دې د لیدنې پر مهال يې له ځايې اوسيدونکو سره په خپلو خبرو کې وویل چې د تخار ولایت دشت قلعه، در قد، ينکى قلعه او چا اب ولسوالۍ چی د تاجکستان هېواد سره ګډې پولې لرې او امو سیند په يادو سيمو کې په سل هاو جریبه زراعتی ځمکې، ځنګلونه او څړځايونه تخریب کړی چې د دې تخریباتو د مخنیوي په پار د اسلامي امارت له لورى اساسي پلانونه نیول شوي تر څو د آمو سيند په اوږدو کې د تخريباتو د مخنيوي لپاره قوي تحکيمات جوړ شی او د ځمکو د تخريب مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu