په بغلان ولایت کې ستره قومي جرګه جوړه شوه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Mobta

۲۲/۱۴۴۴ سه شنبه

د بغلان ولايت په مرکز کې د قومونو ديووالي او همغږۍ تر نامه لاندې غونډه چي د سرحدونو قومونو او قبایلي چارو د وزارت معین الحاج ملا عبدالخالق عابد او د جرګو رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي له لوري جوړه شوې وه، د بغلان ولایت والي سمیع الله حزب الله، امنیه قومندان، د ولسوالیو او مرکز سلګونه دیني علماؤ قومي سپین ږیرو او عامو خلګو پکې پر ګډون کړی وو.

Mobta

غونډې ته له بيلابيلو ولسواليو څخه د راغلو سپين ږيرو او علماء کرامو په نماينده ګي  دیني عالم شیخ مولوي عبدالغني حقاني، قومي مشر حاجي محمد یعقوب،شیخ جمال الدین او ځينو نورو مشرانو ويناوې وکړې چي پر یووالی او اتحاد يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: نړيوال نه غواړي زموږ اسلامي نظام په رسميت وپيژني او يا بقا وکړي خو افغانان لکه څرنګه چي يې د خپل اتفاق په ساتلو سره اشغالګر له هيواده ايستلو ته اړ کړل دغسي به په کلکه د خپل اسلامي نظام څخه دفاع او ملاتړ کوي.

قومي مشرانو د اسلامي امارت له مشرانو څخه د‌کار، بيارغونې، تعليم او دېته ورته ځينو نورو برخو کې د بغلان ولسونو لپاره د جدي توجه غوښتنه وکړه.

ورپسې د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین او مولوي شمس الرحمن زاهد د يووالي او اطاعت اړوند موضوع خبرې وکړې او زياته يې کړه: د دې ستر اسلامي نظام شکر باید اداء کړو، همدا جهاد وو چې زموږ او ستاسې د نجات سبب شو، افغانستان له تجزیې او ملوک الطوائفي وساتل شو، دا نظام د افغانانو نظام دی د دې ولس ټولې ستونزې به پکې حل کیږي.

Mobta

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د جرګو رئیس شیخ مولوي محمد اسماعیل غزنوي بغلان د غیرتونو شهامتونو او قربانیو کور او د بغلان ولس یې یو غیرتي او باتور ولس یاد کړ، هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل: دا نظام ستاسې په قربانیو راغلی دی دا ستاسو نظام دی، دلته چې د نړۍ زبر ځواک مات شو دا زموږ او ستاسو د قربانیو او اتحاد برکت وو، د افغانانو کامیابي په اتحاد او یووالي کې ده، هغه وویل په افغانستان کې مېشت ټول قومونه زموږ وروڼه دي او مساوي حقوق لري.

 د غونډې په پای کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وینا وکړه هغه په خپلو خبرو کې وویل: له امریکایي اشغال څخه د افغانستان خلاصون او عمومي عفوه دا د الله ج یو لوی نعمت دی او دا زموږ د اتحاد او اتفاق نتیجه وه.

دنیاوال نه غواړي چې افغانان سوکاله او خود کفا شي، خو موږ د الله تعالی په نصرت او د خپل ولس په همکاري تعهد لرو  چي د ترقي او سوکالۍ لپاره به کار کوو.

په پای کي راغلو مشرانو له اسلامي نظام او قيادت څخه يې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

غونډه د هيواد د ښېرازۍ  په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu