په بادغیس او لوګر کې دوې شخړې د جلا ناستو پر مهال هوارې شوې!

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۲۰:۳۰
شخړې

چهارشنبه ۲/۲/۱۴۴۶

په بادغیس او لوګر ولایتونو کې د بېلابېلو ناستو په پرمهال دوې شخړې چې له کبله یې څلور تنه ژوبل شوي وو، د دوو قومونو او کورنیو ترمنځ یې ډېرې ناندرۍ او اختلافات پیدا کړي وو، تېره ورځ د جلا ناستو په ترڅ کې د یادو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو او ولسي سپین ږیرو په منځګړیتوب حل شوې. د دغو شخړو له ډلې لومړۍ یوه یې د بادغیس په آبکمري ولسوالۍ کې د دوو قومونو د جلا کورنیو ترمنځ د خپلمنځي مسئلې پر سر د فزیکي جګړې له امله یوه میاشت مخکې رامنځته شوې وه چې د جګړې په پایله کې یې له دواړو خواوو څخه یو یو تن ټپیان شوي وو او دویمه یې بیا د لوګر ولایت د مرکز اړوند د خضر بازار سیمې په مربوطاتو کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له وجهې پېښه شوې شخړه وه، چې دوه تنه پکې زخمي شوي وو. په دغو دواړو ناستو کې مسؤلینو او قومي مشرانو بښنه د اسلامي اصولو یوه بنسټیزه برخه یاده کړه ویې ویل چې عفوه د ټولنیزو اړیکو د ټنګښت سبب کېږي او د ولسونو ترمنځ نږدېوالي رامنځته کوي. یادو مشرانو او مسؤلینو د دواړو شخړو په اړه د سولې پرېکړې وکړې، ښکېل لوري پرې خوښ شول او یو بل ته یې د ورورۍ غېږي ورکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۱
Background image

کندوز کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له کړنو ستاينه وکړه

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

په کندوز ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولسي خلکو او مسؤلینو ترمنځ د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې غونډه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه 

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت مزارشریف ښار په نهمه  ناحيه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ  د ميراث پر سر راپورته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۲۶
Background image

په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري په ولايتونو کې د محلي ادارو په همغږۍ  له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه پيل شويو. . .

BACK TO NEWS

User account menu