په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې لپاره کومه پلمه او توجیه نه ده پاتې!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۸:۵۷
mobta

دا د وخت او ولس غوښتنه ده، چې موږ افغانان یو بل ته لاس ورکړو، یو بل وزغمو او د جګړې پر ځای پر سولې او د سولې د ټینګښت لپاره د سولې ییزو لارو چارو په موندلو تمرکز وکړو.

د جګړې اوږدېدل به نور هم ولس له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او لابه مو هېواد وران کړي، ولس سوله غواړي، ځکه په سوله کې خیردی او سوله د ټول هېواد په ګټه ده، نه جګړه.

افغانان له جګړې ستړي دي، د دولت وسله وال مخالفین باید د ولس غږته، چې هغه د تلپاتي اوربند دی، لبیک ووایي ځکه چې له اوربند پرته د تلپاتې سولې ټینګښت ستونزمن کاردی. دغه راز هر افغان ته په کار ده، چې د سولې لپاره کار وکړي او هر څومره ژر، چې کېږي له هېواد څخه د جګړې ټغرد تل لپاره ټول شي اوافغانان د خپل هېواد ابادۍ ته د یوې رښتینې اوبا عزته سولې په شتون کې مټې راونغاړي.

اوس، چې زیات شمېر نړیوال ځواکونه له هېواده وتلې او د وتو په حال کې د جګړې لپاره کومه پلمه او توجیه نشته او که چېرې د دولت وسله وال مخالفین د سولې پرځاې جګړې ته دوام ورکوي نو افغان ملی امنیتی ځواکونه به ېې وځپي افغان ملي امنیتي ځواکونه چې د ټول هېواد د ملا د تیر حیثیت لري او د دې هېواد له اصیلو بچیانو او ورونو څخه جوړ شوې، د دې وړتیا لري، چې په خپلواکه توګه د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او ملي نوامیسو څخه په مېړانه دفاع او ساتنه وکړي دوې شپه او ورځ زیار باسي، ترڅو د دښمن د ناوړه او شومو موخو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu