په ارزګان کې د دوو مرورو کورنیو پخلاینه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۵۱
په ارزګان کې د دوو مرورو کورنیو پخلاینه

 

 یکشنبه ۸/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کورني تاوتریخوالي له کبله د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه چې دواړه خواوې یې له ډېرې مودې راهیسې په ستونزو کې سره لاس و ګریوان وو، تېره اوونۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او ځایي قومي مخورو په هلوځلو  او ستړیاوو حل او په دوستي بدله شوه. 

یاده شخړه په داسې حال کې رامنځته شوې وه، چې د کورنيو ستونزو له کبله پکې یوې مېرمنې ژوند بایللی و چې له وجهې یې د وژل شوې مېرمنې کورنۍ او بل لوري ترمنځ ګڼ خنډونه پیدا کړي وو، خو له نېکه مرغه د مسؤلینو او مخورو مشرانو په منځګړیتوب او هڅو دواړه لوري روغې جوړې ته راضي شول. 

د شخړې د حل لپاره قومي مخورو او مسؤلینو متعددي ناستې وکړې او په جنجال کې ښکېلې کورنۍ یې اخوت او بښنې ته راوبللې، چې بلاخره د طرفینو رضایت واخیستل شو او د یوې غونډې په ترڅ کې دواړه لوري سره پخلا شول. ښکېلو غاړو د پخلاینې پرمهال ژمنه وکړه چې نور به له اختلافاتو تېرېږي او د وروڼو په څېر یو له بل سره ژوند کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu