په ارزګان ولایت کې دوولس کلنه شخړه هواره شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۹:۴۹
خبر

١٤/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ملا عبد الهادي "حاجي امین" د ارزګان ولایت د چورې ولسولۍ په آبي علیا سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل شخړه د سولې له لارې هواره کړه.

یاده شخړه چې د یوې کورنۍ دوه کسه پکې وژل شوي وو او دوولس کاله یې دوام کړی وو چې د یاد آمریت په هلو ځلو د قومي مشرانو او دیني علماء کرامو په منځګړیتوب په دوستي بدله شوه.

د یاد آمریت آمر ښاغلي حاجي امین په موضوع کې ښکېل دواړه طرفونه سولې ته راوبلل او د سولې د فضایلو بیانولو تر څنګ یې پکې د دواړو لورو خیر وباله، چې د حاضرینو په مخ کې دواړو لورو سوله وکړه او شخړه حل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu