٦٠ تنو قرغزيانو ته د خوراکي توکو وېشل

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۸:۵۴
Mobta

پنچ شنبه١٢جمادي الثاني ١٤٤٤

د بدخشان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په غوښتنه او د کرنې او اوبولگونې رياست په مالي ملاتړ د واخان ولسوالۍ د قرغز قوم ٦٠ تنو هغو قرغزيانو ته چې د ژمنيو ورښتنو له امله يادې ولسوالۍ ته موصلاتي لارې تړل شوي او دوئ نشي کولاي خپلو کورنو ته ستانه شي خوراکو توکي وويشل شول. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي قاري ذبيح الله د يادو توکو د ويشلو پر مهال د کرنې او اوبو لگونې د رياست له همکاري څخه مننه وکړه او دغه راز يې له بهرنيو او داخلي خيريه موسسو څخه وغوښتل چې تم شويو قرغزيانو سره دې د اعاشې په برخه کې هر اړخيزې همکارۍ وکړي. دې يادونې وړ ده چې د ١٠٠٠٠افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو په کڅوړو کې وړه، غوړي، چاى، بوره،شيدى، د سوند توکي او بخاري شامل وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu