((ولس ته اطمینان ورکوو چې، د دې خاورې یوه ډبره هم د پرديو په لاس کې نشته))

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۰:۳
((ولس ته اطمینان ورکوو چې، د دې خاورې یوه ډبره هم د پرديو په لاس کې نشته))

تېره ورځ د پلازمېنې کابل د کوهدامن سیمې اړوند قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د کتنې پرمهال، بهرمېشتو شریرو کړیو ته په خطاب کې وویل:” په افغانستان کې اسلامي نظام او سرتاسري امن دی، موږ به هیچا ته اجازه ور نه کړو چې دا امن اخلال کړي.

قومي مشرانو دغه څرګندونې د یاد وزارت له وزیر ښاغلي نوري سره د کتنې پرمهال وکړې، دوی دغه راز د ا.ا.ا په راتګ سره د ولسونو د یووالي او سوکالي ستاینه وکړه زیاته یې کړه، چې د کوهدامن ټول خلګ د دې نظام ملاتړ کوي او خوښ دي چې له یوه ډاډمن امنیت او یووالي څخه برخمن دي. دوی زیاته کړه: تېر شل کاله د خلګو هیڅ هم خوندي نه وو او د حکومت واګې د بل په لاس کې وې. راغلیو مشرانو اسلامي نظام د ولسونو د سر سیوری وباله ویې ویل: چې دوی له مسؤلینو سره په ګډه د ولسونو ترمنځ قومي شخړې هواروي او د خلګو د یووالي لپاره لاهم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.  

د دغې ناستې په ترڅ کې ښاغلي نورې قومي مشرانو ته له ښه راغلاست وروسته وویل: اسلامي امارت د دې ولس د بې شمېره سرښندونو په نتېجه کې قائم شوی او د الله تعالی ﷻ له لوري یوه لویه پېرزوینه ده. هغه زیاته کړه، د دې نظام د اقامې لپاره د دې خاورې ټولو خلکو قربانۍ ورکړې؛ اوس وخت را رسېدلی چې ستونزې یې واورو او خدمت ورته وکړو. ښاغلي نوري د قومي مشرانو له ستړیاوو په مننې سره وویل چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د همدې متنفذینو په همکاري یاد وزارت د ولسونو ترمنځ سلګونه کورنۍ شخړې حل کړې او د دوی د غوښتنو په اساس د سرحدي او له خدمتونو بې برخې ولسوالیو خلکو ته د پراختیایي پروژو کارونه عملاً روان دي، چې دا د دوی د خدمت یوه بېلګه ده. نوموړي همداراز زیاته کړه د افغانستان د خاورې یوه ډبره هم د بل چا په لاس کې نه ده، اسلامي امارت پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu