نن هم د هېواد یوشمېر قومي مشرانو، مخورو دولتي چارواکو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، ټولنیزو فعالانو، مخورو او ځوانانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته تشریف راوړ او د وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم ته یې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هر ډول همکاریو

په دې کتنو کې، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون باکزی، مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضیزاده هم حاضر وو، یادو مشرانو ښاغلي صمیم په هېواد مین او په قومي مسایلو پوه شخص وباله، چې تل یې د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې فعال رول ولوبولي دی او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي، نوموړو دغه راز خپلو یولړستونزو شریکولو ترڅنګ ښاغلي صمیم ته د عزت او ویاړ پګړۍ ورپه سر کړه.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي صمیم د مننې څرګندولو په ترڅ کې وزارت په هېواد کې د ټولو قومونو او قبایلو ګډ کور وباله وی ویل: چې دا ستاسو وزارت دی او دروازې به یې تل ستاسو لپاره پرانیستي وي.
ښاغلي صمیم دوي ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د خپلو موجوده امکاناتو په چوکاټ کې هوارې کړي.