ننګرهار کې د شاوخوا ۷ لسيزو په دوام اږدمهاله شخړه هواره

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۳۶
ننګرهار کې د شاوخوا ۷ لسيزو په دوام اږدمهاله شخړه هواره

شوه سشنبه ٢٥ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د د غه ولايت په پچير اګام ولسوالي کې د شاوخوا ۰ ۷ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل او فصل شوه، چې دواړو لوريو ته يې د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ لويه مرګ ژوبله هم تر شا پرېښې وه. د يادې خونړۍ شخړې په پايله کې د ښکېلو خواوو دولس تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او لوی اقتصادي تاوانونه هم ورته رسېدلي وو، چې مسؤلينو يې ترمنځ د خير په فيصلې کولو سره هغوی پخلا او له عام تام بښنې وروسته يې يو بل ته د سولۍ غاړې ورکړې. د ننکرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس حافظ رحمت الله غازي عمر د قومي سپين ږيرو، علماوو، متنفذينو او رسنيو د استازو په حضور کې دا شخړه د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال هواره کړه، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu