ننګرهار ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین سفر!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۹:۲۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي الحاج محمد يعقوب احمدزي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې موخه يې د طورخم پر دروازه د مسافرو د تګ راتګ د ستونزو اورېدل و، د ننګرهار له والي ښاغلي ضيا الحق امرخېل سره تر لېدنې وروسته طورخم ته سفر وکړ.

ښاغلي احمدزي په طورخم کې له کميسار او قومي او قبايلي مشرانو سره يو ځای د مسافرينو ستونزې واورېدې وې ویل: د ولسونو په تېره بيا د مسافرو د تګ راتګ ستونزه، چې بايد دوې ته د تګ راتګ سهولتونه رامنځته شي د وزارت لومړيتوب دی. موږ به د مسافرو ستونزه د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکه کړو، تر څو دوې ونه ځوريږې او ورته په سفر کې اسانتيا رامنځته شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين دغه راز د طورخم مدیریت ساختماني چارې له نږدې وکتلې او مسوولينو ته يې لار ښوونه وکړه، چې خپلې چارې په خپل وخت او ښه توګه ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu