موږ ټول باید د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې د خپل نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، تېرو لاسته راوړنو او ملي بنسټونو ملاتړ وکړو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۳:۴۰
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د هېواد د بېلابېلو قومونو له مشرانو او مخورو سره د کتنې پر مهال وکړې.

په دې کتنه کې د راغلو مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې وې ویل: تل مو له خپلو قومي شوراګانو څخه د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، پراختیايي پروژو او د حکومت له برنامو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی او لا هم د خپلو ملي ارزښتونو او ملي ګټو ملاتړ کوو. دوی همدارنګه خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.

ورپسې محترم محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: موږ ټول باید د جمهوریت تر پراخ چتر لاندې له خپل نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو او هېچا ته باید د دې اجازه ورنکړو، چې زموږ ملي بنسټونه ونړوي او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ شي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: د ترهګرۍ او ظلم پر وړاندې ولسي بسیج مو له کاري لومړیتوبونو څخه دی او په دې اړوند د ولسونو منځ ته ورغلی یم او هڅه مو دا ده، چې ټول په یو واحد او پیاوړي صف کې سره متحد کړو، تر څو د همدې مشرانو په سلا مشورو په هېواد کې شته بېلابېلو ستونزو ته په ګډه د حل لارې پیدا کړو.

په پای کې یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې شته بېلابېلې سیمه ییزې ستونزې به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu