له ولسونو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او هوساینې غونډه ترسره شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
له ولسونو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او هوساینې غونډه ترسره شوه

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
نن غرمه مهال په سمنګان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ د یوه پلاوي په ملتیا یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه چې پرمهال یې ولایتي مسؤلینو، د ولسوالیو استازو او قومي مخورو ګډون کړی وو. 

په پیل کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر مولوي شمس الرحمن ټولو مسؤلینو او ولسونو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اجنډا یې روښانه کړه. ورپسې ګڼو ولسي سپین ږیرو د غونډې په هکله خبرې وکړې، ډاډ یې څرګند کړ چې دوی له دې نظام سره ولاړ دي او هیڅکله به یې له ملاتړ څخه لاس وا نه خلي. دوی زیاته کړه ترڅو چې داسې امن او عدالت ټینګ وي، څوک به دې نظام ته چپ هم و نه ګوري. 

د قومي مخورو له خبرو وروسته د جرګو او قبایلي چارو مرستیال ښاغلي احمد وینا وکړه ویې ویل: اوس وخت را رسېدلی چې خپل زخمونه پخپله ټکور کړو او خلکو ته خدمت وکړو. هغه تېرو قربانیو ته په اشاره سره زیاته کړه: د افغانستان ولسونو د هیواد د آزادۍ په لاره کې بې سارې قربانۍ ورکړې، چې په برکت یې اوس لله الحمد له یوه سپېڅلي اسلامي نظام څخه برخمن یو. 

د غونډې پرمهال د سمنګان والي الحاج ملا داد خدا خادم هم خبرې وکړې ویې ویل: اسلامي امارت د ولس ستونزو ته د رسېدو ژمنتیا لري، او دا د ټولو مسؤلینو ستر آرمان دی چې په صداقت او اخلاص د خپلو خلکو خدمت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu