له لغمان وروسته په ننګرهار کې د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام غونډه وشوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۸:۳۶
غونډه

 

دوشنبه  ۱۴۴۶/۵/۲

په دغه ولسي غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني، مل پلاوي، د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی او د بيلابېلو ولسواليو قومي سپين ږيرو ګډون درلود.

په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ښاغلي حقاني وويل: هیله مو همدا ده، چې په هيواد کې ټول ميشت قومونه په اتحاد او اتفاق کې ژوند وکړو منسجم شو او په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

ورپسې قومي سپين ږيرو د خپلو خبرو پر مهال د ننګرهار ولسونه په اسلام او وطن مين خلک ياد کړل او ويې ويل: موږ په هر حالت له خپل هيواد دفاع کړې، د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مو قربانۍ ورکړې او که اړتيا شوه بيا هم چمتو يو.ګ، قومې مشرانو خوښي څرګنده کړه، چې د حکومت چارې د علماوو په لاس کې دي ځکه په دې سره امن دی او ولسونه ډاډمن ژوند کوي، دوی له اسلامي امارته وغوښتل، چې په بيلابېلو برخو کې يې ستونزې ورحل کړي او ځوانانو ته د کاروبار زمينې برابرې کړي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد ګډونوالو ته په وينا کې وويل: د ا.ا ټول مسؤلين د ولس خادمان دي او په هر حالت يې خدمت ته چمتو دي، نوموړي زياته کړه: د دې غونډې له لارې چې تاسو کومې ستونزې له موږ سره شريکې کړې ان شاء الله ډير ژر به رسېدنه ورته وشي هغه همدا رنکه ولسونو ته وويل: اطمینان درکوم چې د اوسني نظام ټولو مسؤلينو د هېواد بيارغونې ته مټې را بډوهلې، چې ډير ژر به يې د پرمختګ په لور بوځي او خپل ولس ته به د هوسا ژوند زمينه لا ښه برابره کړي.

همدا راز د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني او د کوچيانو د اقتصادي خدمتونو رئيس مفتي لعل محمد منيب د ننګرهار ولسونو ته په خطاب کې وويل دا نظام ستاسو د قربانيو نتيجه ده او غوښتنه کوو، چې لايې ملاتړ وکړئ او د فعاليتونو په ترسره کولو کې يې همکاري وکړئ. دوی زياته کړه: موږ ستاسو ستونزې واوريدې ډاډ درکوو، چې عاجله پاملرنه به ورته کيږي ځکه ددې خاورې هر بچی زوريدلی دی. خو اوس لله الحمد اسلامي نظام حاکم دی د خپل هر بچي پوښتنه به کوي سهولتونه به ورته برابروي او د دښمن څخه به يې ساتنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu