له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنې!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۰:۱۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چاروو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي پرون د خپل کار په دفتر کې د فراه ولایت له قومي مشر ښاغلي حمیدالله بارکزي، له مدني فعال او د ملي غورځنګ له استازي ښاغلی عطا الله حیران او د وزارت له سلاکارې اغلې رڼا ترین سره وکتل.

په دې کتنه کې یادو مشرانو او مخورو خپلې یولړ ستونزې د حل په موخه د وزارت له مسلکي مرستیال سره د شریکولو ترڅنګ د سولې او قومونو د انسجام په برخه کې د وزارت د هلو ځلو ستاینه وکړه.

ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د دوې له ملی احساس څخه د مننې په ترڅ کې دوې ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو په هوارولو کې به یې همکاري وکړي.
نوموړو همدار راز په یو لړ نورو موضوعاتو باندې هم خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu