له قومي مشرانو او دولتي چارواکو سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۴:۴۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې له یو شمېر قومي مشرانو او دولتي چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د کتنې په پیل کې راغلو مشرانو سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ښاغلی صمیم وړ شخص وباله وې ویل: موږ باور لرو، چې د قومي او ولسي شخصیت په توګه به د قومونو په انسجام او یووالي کې رغنده رول ولوبولی شي.

دغه راز مشرانو له ښاغلي محب الله صمیم سره یو لړ سیمه ییزې ستونزې هم د حل په موخه شرېکې کړې.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې له امکاناتو سره سم یې د حل د لارو چارو ژمنه وکړه، وې ویل: چې ستاسو مشرانو تجربې کولای شي له موږ سره د چارو پر مخ بیولو کې مرسته وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu