له قومي او قبایلي مشرانو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له یو شمېر قومي او قبایلي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې قبایلي مشرانو زرجان شينواري او یار خان د نورو په استازېتوب خبرې وکړې او د قبایلو سیمو ولسونو په تېره بیا ځوانانو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې د حل په موخه د وزارت له مشر تابه سره شریک کړل.
ورپسې ښاغلي صمیم خبرې وکړې ویې ویل: د قبایلي سیمو درنو مشرانو تل د سرحدونو په ساتنه، نظام ملاتړ او د حکومت له ملي برنامو څخه تل ملاتړ کړی، چې موږ یې له ملي احساس څخه مننه کوو، ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې وویل: زموږ هڅه دا ده چې د قبایلي سیمو ځوانانو ته د پوهنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو، تر څو دوی مسلکي او تخصصي زده کړې ترلاسه کړي، چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره ګډ کار کوو.