له قومي او سیاسي شخصیتونو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې له یو شمېر قومي او سیاسي شخصیتونو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د کتنې په پیل کې راغلو مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو په ترڅ کې د قومي شوراګانو په انسجام، د سولې او ملي یووالي په ټینګښت، د ولسونو په بسیج کېدو او دې ته ورته نورو برخو کې د ښاغلي محب الله صمیم هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو له سلامشورو څخه مننه وکړه د دوی هڅې یې د هېواد د پرمختګ په برخه کې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې ستونزو ته به یې د وزارت د امکاناتو سره سم د حل لارې چارې پیدا کړي.