له علمي، فرهنګي شخصیتونو، قومي مشرانو او ټولنیزو فعالانو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۸:۵۸
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سې شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۸ مه نېټه له یو شمېر علمي، فرهنګي، قومي شخصیتونو او مدني فعالانو ښاغلي غرزی لایق، ښاغلي محمود خان سلیمان خېل، آغلې سهیلا اصغري، د پخلاینې عالي شورا له مرستیال ښاغلي الحاج نثارالدین بریالي او یو شمېر ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او د سرحدي څېړنې معین ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاده هم حاضر وو، راغلو مشرانو او شخصیتونو د خپلو یو لړستونزو شریکولو ترڅنګ په علمي او فرهنګي مسایلو بحث او خبرې وکړې، چې ښاغلي غرزي لایق د ارواښاد اکاډمېسن سلیمان لایق په نوم د بنسټ د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. دغه راز ځیني کتابونه یې ښاغلي محب الله صمیم ته ډالۍ کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د دوی ستونزې پر ځای وبللې او د علمي او فرهنګي اړیکو په ټینګښت او پراختیا یې ټینګار وکړ، چې په دې برخو کې یې د ارواښاد اکاډمېسن سلیمان لایق فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او د خپلو همکاریو ژمنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې ښاغلي محب الله صمیم د وزارت له خوا چاپ شوي کتابونه نوموړو ته ډالۍ کړل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu