زابلي نوښتګر ځوان د سرحدونو او قبایلو چارو محترم وزیر ته د نوموړي انځور ډالۍ کړ!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۱:۵۳
mobta

د یادولو وړ ده، چې د عکس ځانګړنې او کار شوي سمبولونه د ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي له شخصیت او کړونو سره برابري، د سولې، امن او بیا رغونې پیغام له ځان سره لري چې دا له خپلو مشرانو سره د ځوانانو مینه او لېوالتیا ښيې.
همدا راز نوموړو ځوانانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د ناامنو سیمو ځوانانو ته یې د وزارت په اړوندو لېسو کې د زده کړې زمینه برابره کړي ده.
ښاغلي شېرزي د نوموړي ځوان مهارت او وړتیا د ستاینې او قدر دانې وړ وبلله مننه یې ترې څرګنده کړه او د صداقت په ګډون یې د ټولو ځوانانو د بریا هیله وکړه.
ځوانان یې د پوهې او علم تر لاسه کولو ته وهڅول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu