د TLO مؤسسې سره په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

mobta_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۲۰:۱۵
Mobta

سه شنبه/۳/۱۱/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د اړیکو دفتر مؤسسې یا (TLO) تر منځ د عامه پوهاوي غونډو، د شخړو د هواري او د ولسي خلکو د ستونزو د تشخيص په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

Mobtaد دغې ناستې پر مهال د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د وزارت نورو رئیسانو او د اړیکو د دفتر معاون عبدالرحیم خُرم او مل پلاوي حضور درلود. په پیل کې د هوکړه لیک متن ټولو ګډونوالو ته واورول شو او وروسته د یادې مؤسسې معاون ښاغلي خُرم د دې هوکړه لیک موخه د یاد وزارت له پالیسیو سره سم د ولس او قومونو سره نږدې والی او د هغوی ستونزې حل کول یاد کړل. هغه وویل: د اړیکو دفتر یو غیر دولتي بنسټ دی چې د ولس او حکومت تر منځ د ښو اړیکو را منځته کولو، د قومي شخړو حل، په ولایتونو کې د همغږۍ غونډو جوړولو، د مرکچي قومي سپین ږیرو د ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې کار کوي او له تاسو سره به په اړوندو برخو کې په مرکز او ولایاتو کې خپل کارونه مخ ته وړي. ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد راغلي پلاوي ته هرکلی وکړ او ویې ویل: دا چې په هیواد کې اسلامي نظام قائم دی نو خلک د یووالي په ټغر ناست او د ټولو مېشتو قومونو حقوق خوندي دي. هغه همدا راز وویل: دا هیواد د ټولو ګډ کور دی او د خدمت لپاره به یې ټول په ګډه کار کوو. نوموړي د هوکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل: زموږ او تاسې موخه ټول ولس او خلکو ته خدمت کول او دوی ته اسانتیاوي برابرول دي خدای (ج) دي وکړي چې دا کار په ګډه په ښه ډول سره مخ ته یوسو. په پای کې مسلکي معین ښاغلي قادري راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: د ا.ا.ا ټولې ادارې او مسؤلین اطاعت ته ژمن دي زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د هیواد په هره برخه کې به ستاسې کړنې په ښه ډول مخ ته ځي او حکومت به مو همکاري کوي. غونډه د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

 

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu