د یو شمېر مؤسسو له مسئولینو سره کتنه 

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۴۱
خبر

يکشنبه ٧ رمضان المبارک ١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د وزارت د کنفرانسونو په تالار دUNDP،OCHA ،WFP ،  UNHCR او یو شمير نورو مؤسسو له مسئولینو سره په داسې حال کې وکتل چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږي مرستیال ښاغلي احمد علي جان احمد او د معلوماتو او ټکنالوژي رئیس قاري عبد المتین رحیمزي حضور درلود.

په دې کتنه کې د OCHA مؤسسې مشرې اغلې اوچار سانبالي او WFP مؤسسې مسؤلې اغلې شاوي په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا له همکاریو په مننې په راتلونکي کال کې د خپلو برنامو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل ويې ویل له افغانستان سره د یادو مؤسسو همکاري اوږده مخینه لري.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږي مرستیال ښاغلي محمد علي جان احمد د یادو مؤسسو مسؤلینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل په افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالیو او طبیعي پېښو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده چې له دوی سره بشري مرستې ترسره شي او ستونزو ته يې په وخت رسېدنه وشي.

په پاي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د هېواد له ګن شمیر خلکو سره د یادو مؤسسو له مرستو په مننې وویل په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د مرستندویه مؤسسو فعالیت ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده، نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د ا.ا.ا مسؤلین ټولو همکارو مؤسسو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې خپلې چارې په ازادانه ډول له اسلامي اصولو سره سمې پر مخ یوسي، چې له دې سره به په راتلوونکي کې د لاغوره فعالیت زمینه ورته برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu