د کوچیانو چارو لوی ریاست د مرستیال د پېژندنې په غونډه کې ګدون!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست د مرستیال ښاغلي زمري کوچي د پېژندنې په غونډه کې برخه واخیسته.
په دې غونډه کې ښاغلی صمیم ددغه ریاست نوي ټاکل شوی مرستیال د هېواد تکړه او مجرب کدر وباله چې په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي او خپلو خلکو ته یې غوره خدمتونه ترسره کړي دي.
ښاغلي صمیم د خپلو خبرو په دوام وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست سره ګډ کاري اړخونه لري چې همیشه له یو بل سره د سلا مشورو له لارې خپلې چارې سمبالوي.
