د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ د مشکلاتو د هواري په موخه ټاکل شوي لوړ پوړي هيئت باميان ولايت ته سفر تر سره کړ.

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۴:۲۹
Mobta

۱۴۴۳/۱۱/۶ يکشنبه

ياد هيئت چي د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري يې مشري کوي پرون شنبه د يوې غونډې په ترڅ کي د هزاره جات د بيلابيلو سيمو له کوچي او ځايي اوسيدونکو سره داسي مهال وکتل چي د باميان ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي هم حضور درلود.

دا ناسته چي د باميانو ولايت مقام د غونډو په تالار کي ترسره شوه پر يو لړ هغو ستونزو او مشکلاتو بحث وشو چي ددې ولايت مرکز او ځينو ولسواليو ځايي خلګ او کوچيان ورسره مخ وو.

ياد هيئت په پيل کي د ځمکو او ورشوګانو پر سر د خلګو عمده ستونزې واوريدې او ورپسې يې د باميانو والي له لوري د ګومارل شوي مشترک دوولس کسيز کميسيون د استازيو نظرونه هم واوريدل.

Mobta

د کميسيون غړو وويل چي دوئ هڅه کوي چي د ځمکو او ورشوګانو پر سر دعوې وڅيړي او د جوړجاړي له لارې يې حل او فصل کړي او که چيرته ځيني پيچلې قضاياوي پېښيږي بيا د ولسوالۍ، ولايت او نورو قضايي او عدلي ارګانونو له خوا څيړل کيږي.

د هيئت مشر ملا نورالله نوري صاحب ناستو خلکو ته په وينا کي وويل: د اسلامي نظام حاکميت د افغانستان د ټولو خلکو لپاره ستره الٰهي لورېينه ده چي خلګ يې بايد شکر ادا کړي، اوس د هر چا حقوق خوندي دي او اسلامي امارت ژمن دی چي حق خپل حقدار ته وسپاري، نوموړي له خلګو وغوښتل چي له حقوقي قضيو څخه دي سياسي او قومي استفاده جويي نه کيږي او نه دي دا رنګ ورکول کيږي په وينا يې په اسلامي نظام کي د ټولو افغانانو آن د اهل ذمه او نورو لږکيو حقوق هم خوندي دي.

Mobta

د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب خلکو ته په وينا کي وويل: هر څوک چي دعوه لري او يا يې ځمکې غصب شوي وي نو د نظام له لارې دي د خپل حق غوښتنه وکړي هيڅوک دي پخپل سر او خپل زور د حق د اعادې کوښښ نه کوي، نوموړي زياته کړه چي په تير شل کلن اشغال او څلويښت کاله جګړو کي د زرګونو خلکو ځمکې غصب شوي خو د اسلامي امارت محاکم شپه او ورځ لګيا دي چي حقدار ته يې حق ورسوي.

لوی څارنوال ښاغلي شريعتي د والي صاحب په ابتکار د ايجاد شوي کميسيون د هڅو ستاينه وکړه.

د هيئت له لوري د خلګو تر منځ هر اړخيز تفاهم رامنځته شو او په ټوله کي ټينګار وشو چي په راتلونکي کي به هم ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې هواروي‌.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu