د کونړ ولایت اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو پلټنه ترسره شوه! 

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۱:۳
لېدنه

 

شنبه ۳۰/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په ملتیا کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پرتو شپږو ولسوالیو پلټنه، څار او بررسي ترسره کړه. 

یاد پلاوي لومړی د دغه ولایت له والي قدرت الله ابوحمزه سره ناسته وکړه او د یادو ولسوالیو د پلټنې او بررسي په اړه یې خبرې اترې وکړې، ښاغلي حمزه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د هیواد د ټولو سرحدي پولو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه یو لازمي امر دی چې باید وخت په وخت ترسره شي ترڅو د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې د خوندیتوب لامل شي. 

ورپسې د سرحدي پلټنو رئیس ښاغلي سباوون د هېواد له سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه خپل مسؤلیت یاد کړ زیاته یې کړه: لکه څرنګه چې مو په تېرو دوو لسیزو کې د هیواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د قیام لپاره د دُښمنانو مقابله وکړه، همدارنګه اوس هم د خپلې خاورې او سرحدونو څخه څارنې او دفاع ته چمتو یو. نوموړي ولس ته ډاډ ورکړ، ژمنه یې وکړه چې په خپله دنده کې به د سترګو د رپ په اندازه بې غوري ونه کړو. 

>> دیادونې ده چې تر دې مخکې هم د یاد پلاوي له لوري د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولي او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او بررسي شوې وه چې اوس د کونړ ناړۍ، شیګل، دانګام، مروره، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې  (۱۵۹.۷۷۹) کیلومتره  څار او بررسي هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu