د کندز ولایت په چرخ آب سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۲۱:۴۸
mobta

شخړه د میراث له امله د دوو کورنیو ترمنځ له ډېرې مودې راهېسې د کندز ولایت چرخ آب سیمه کې رامنځته شوې وه، چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همکار او د قومي مشرانو په منځګړیتوب او هڅو حل او د دواړو کورنیو تر منځ د پخلاینې لامل شوه. د شخړې د حل په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې د یاد ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست په استازولۍ د جرګو عمومي مدیر قاري حمیدالله احمدي، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو حضور درلود یو شمېر مشرانو د شخړو د زیانونو او دغه راز د پخلاینې او بښنې پر ارزښت خبرې وکړې، چې په پایله کې یې ښکیل لوري قانع شول او یو بل ته بښنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu