د کرونا ویروس پر وړاندې د ملکي خدمتونو احتیاطي تدابیرو په اړه خبرتيا!

mobta-af

ډېر عمر لرونکي او امیدواره ښځې دې څه وخت لپاره کور کې کار وکړي!

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې له مخې، د کوید ۱۹ویروس د خپرېدو او ګواښونو د مخنیوي لپاره، د ملکي خدمتونو په ادارو کې سر له نن د (کب ۲۶) څخه په ټول هېواد کې احتیاطي تدابیر عملي کېږي:

۱ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولای شي درې اوونۍ لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي. خو که په دفتر کې د دوی د شتون اړتیا رامنځته کېږي، ادارې مکلف دي چې د دندو چارې نورو او ځوانو کارکوونکو ته وسپاري.

په ملکي خدمتونو کې ښځینه کارکوونکې چې د امیندوارۍ په حال کې دي کولای شي، دوه اوونۍ په خپلو کورونو کې له لرې کار وکړي. ادارې مکلف دي چې الکترونیکي وسایلو ته د لاس رسي په صورت کې، دغه شونتیاوې په کور کې ورته برابرې کړي.

۳ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې نوي له بهرني سفر او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې د کرونا ویروس پکې پراخ دی ـ راستانه شوي، مکلف دي چې له کلنۍ رخصتۍ څخه په ګټنې، دوه اونیو لپاره دفتر ته رانشي.

 

خپرونې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

خبرتیا:

په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند (رحمان بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ) عالي لېسو له ازموینې څخه د پاتې شویو زده کوونکو متفرقه ازموینه واخیستل شوه. 

د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۲۳
Background image

خبرتیا

په پلازمینه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) لیسو د متفرقه ازموینې پایلې.

 

زده کوونکي کولای شي خپلې پایلې په لاندې فایل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د مرکزي ولایتونو د پایلو خبرتیا

هـ ق ۲۰/۹/۱۴۴۵ 

په کابل ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند درې ګونو لېسو ته له پنځو مرکزي ولایتونو (پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او کابل( څخه د ۱۴۰۳ تعلیمي کال . . .

خپرونې