د کاپيسا ولايت له قومي مخورو او علماوو سره کتنه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۹:۱۶
mobta

د جرګو او قبايلي چارو معين ملا عبدالخالق عابد او ورسره مل پلاوی نن پنجشنبه د کاپيسا ولايت ته رسمي سفر تر سره کړ. ددې سفر پر مهال چي د جرګو رئيس مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د وزارت ددفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت يې ملتيا کوله د کاپيسا ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو په آمريت کي ددې ولايت دټولو ولسواليو څخه راغلو قومي مخورو او علماء کرامو سره په يوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ. په غونډه کې د ياد ولايت مرستيال والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ زياته کړه په کاپيسا ولايت کي ټول حکومتي دواير فعال او د ولس په خدمت کي دي. قومي مشرانو په يوه غږ د اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې نور خلګ د سولې او امن په ستر نعمت پوهيدلي او هيچا ته به اجازه ورنکړي چي دغه مثالي امن اخلال کړي. قومي مخورو خپلې غوښتنې او ستونزې شريکې کړې او هيله يې څرګنده کړه چي مشران خپله همکاري او مرسته ونه سپموي. غونډې ته د وينا پر مهال د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين ښاغلي عابد پر قومي مشرانو غږ وکړ چي ټول يو موټی او متحد واوسي، قومي شخړې او اختلافات د مرکو او جرګو له لارې حل کړي او اسلامي نظام چي ستر نعمت دی شکر دې يې د نظام په قوي ملاتړ سره تر سره کړي. شيخ حضرت ولي حقاني وويل: په دې غونډه کي ستاسو پراخ ګډون او راتګ څخه منندوی يو او ستاسو ستونزې او غوښتنې به د حل په موخه تر اړوندو ادارو رسوو. په پاي کي د جرګو رئيس ښاغلي غزنوي وويل: د‌کاپيسا وګړي بايد شکر ادا کړي چي په ګاونډ کي يې د شيطان ځاله باګرام هم وتړل شوه او دښمنان له ټولو شومو اهدافو سره مختوري ولاړل او هيواد په اسلامي نظام ښکلی شو، اوس د هيواد ولسونو د‌ارام سا واخيسته. غونډه په دعا سره پاي وموند.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu