د څېړنې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۹:۲۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو او د بشري زېرمو ریاستونو له خوا د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو او یو شمېر نورو کارکوونکو لپاره د څېړنې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په پیل کې د تحقیق او مطالعاتو رئیس جاوید احمد وفا د ورکشاپ د محتوا په اړه خبرې وکړې وې ویل، د دې لپاره، چې زموږ څېړونکي په معیار برابره څېړنه تر سره کړي، نو موږ د افغانستان علومو اکاډمي ته د څېړونکو د بورد امر او یو تن څېړونکی د زده کړې لپاره واستول، چې یادو کسانو د څېړنې په اړه څلور میاشتي مسلکي زده کړه وکړه، چې دا دی نن يې د دغه ریاست له نورو څېړونکو سره په څلور ورځني روزنیز ورکشاپ کې شریکوي.

وروسته د وزارت مسلکي معین محمد اصف ننګ خبرې وکړې وې ویل، چې زه له علومو اکاډمي او د تحقیق او مطالعاتو ریاست څخه مننه کوم، چې د وزارت څېړونکو ته يې د مسلکي او پر معیار برابرې څېړنې د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

مسلکي معین وویل موږ هڅه کوو، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو د بستونو علمي کادري امتیازاتو طرحه جوړه او تر اړوند ادارو پورې ورسو، زموږ څېړونکي هم د نورو ځېړنېزو ادارو د څېړونکو په څېر له علمي کادري امتیازاتو څخه برخمن شي، خو له څېړونکو څخه مو هم هیله ده، چې په مسلکي ډول پر معیار برابرې څېړنې تر سره کړۍ.

ښاغلي ننګ زیاته کړه موږ باید داسې څېړنې تر سره کړو، چې د هېواد او ولس د ستونزو په حل کې ګټورې تمامي شی او له دې لارې خپل هېواد او ولس ته نه ستړي کیدونکي خدمتونه وکړو.

په پای کې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو د بورد امر عبدالرشید حکیمزوی د څېړنې په اړه د ورکشاپ د لومړي ورځي درس پیل کړ، چې څېړونکو ته یې د څېړنې د ارزښت، ځانګړتیاوو، ډولونو، میتودونو او د یوې ښې او مسلکي څېړنې په اړه هر اړخېزه معلومات ورکړل.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

 

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي په نويا دره کې د دوو کورنيو ترمنځ د پورونو پر سر راپورته شوې لس کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کانتیوا او د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او د خلکو د استازو په ګډون پراخې غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

 

دوشنبه ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸

نن په کابل کې د زابل ولایت له شاجوی ولسوالي څخه راغلیو علماوو او قومي سپين ږیرو د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله. . .

BACK TO NEWS

User account menu