د ځدراڼو قوم ټولنیزي شورا له مشر او غړو سره ناسته!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۳۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ځدراڼو قوم ټولنیزې شورا له مشر حاجي صاحب مارک ځدراڼ او نورو غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو، د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د قومي مشرانو او قومي جوړښتونو د رول، د سولې په پروسه کې د شته فرصتونو، له نظام او ملي امنيتي _ دفاعي ځواکونو څخه د ولسونو د ملاتړ، د جګړو او تاوتریخوالي د غندلو او د اوربند په اړه د ولسونو له خوا د غږ اوچتولو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د څو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر شخړه حل شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د لغمان ولايت مرکز اړوند سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۱
Background image

نورستان کې د مسؤلينو له لوري پنځه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په هڅو د دغه ولايت په واما ولسوالي کې د تېرو پنځو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

کنړ کې د شاوخوا ۵۰ کلنې بدي سر بېره ارزګان کې يوکلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او مخورو په ملتيا د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu