د پکتیکا ولایت د ارګون له یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۸:۵۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازدیګر د پکتیکا ولایت د ارګون له یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر یو ولسي شخصیت یاد کړ او د نوموړي تېرې کړنې یې، چې د پکتیکا د والي په توګه یې ترسره کړې وې د ستاینې وړ وبللې او خپلې یو لړ سیمه ییز ستونزې، چې د ځوانانو لپاره د زده کړې زمینې برابرول، وزګارتیا، د یادې سیمې د ستراتیژیک موقعیت او د ارګون د ولایت کېدو په برخه کې وې، د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

دوی دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ولسونو د ستونزو هوارولو په برخه کې یو مهم وزارت وباله او ټینګار یې وکړ، چې د پکتیکا ولسونو تل د خپل نظام او خاورې ساتلو څخه دفاع کړې او هم یې ملاتړ کړی، چې اوس هم خپلو هلو ځلو ته د تېر په څېر دوام ورکوي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو قومي مشرانو له هېوادني احساس څخه مننه وکړه او د دوی ستونزې یې پر ځای وبللې وې ویل: د تاسو درنو مشرانو په کلتور او ستونزو ښه پوهېږم سره له دې چې ستونزې شتون لري خو بیا هم تاسو تل د خپل نظام او خلکو ترڅنګ ولاړ یاست او د هېواد د امن او ثبات په لار کې مو قربانۍ ورکړي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، زه خپل مسؤلیت بولم، چې ستاسو مشرانو وړاندیزونه، غوښتنې، نظریات او سلامشورې له اړوندو ادارو سره شریکې کړم، ترڅو ورته د حل لارې چارې پیداشي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu