د پکتیا ولسونو په یوې ولسي جرګه کې د سولې په اړه د بین الافغاني خبرو، جمهوري نظام، امنيتي ـ دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ او د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۲:۵۶
mobta

دغه ولسي جرګه چې د پکتیا د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لوري په شاهي رستوانټ کې جوړه شوې وه، د فیض الرحمن مسلم په مشرۍ د وزارت په پلاوي سربېره، د پکیتا والي محمد حلیم فدايي او ګڼ شمېر قومي مشرانو، ځوانانو، ټولنیزو فعالانو او ښځو برخه اخیستې وه.

په پیل کې یې د پکتیا د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست رئیس دولت خان دولت زي د ښه راغلاست وینا وکړه او د یادې غونډې جوړېدو موخه یې بیان کړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د تنظیم لوی مدیر محمد ظاهر حلیمي خبرې وکړې، نوموړي وویل د لویې پکتیا ولسونو د تاریخ په اودو کې د هېواد اونظام د ستاتنې په لار کې کې قرباني ورکړې او مهم رول یې لوبولی اوس د دې وخت راغلی، چې تر تولو مهمه پروسه سوله کې هم خپل رول د تل په شان څرګند کړي، چې پر وینا ننۍ غونډه یې یو ښه مثال دی چې د سولې او اوربند غوښتلو په خاطر راټول شوي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د سولې او اوربند په تړاو جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل مونږ سوله غواړو نه، بلکې سوله کوو ځکه سوله د الله امر دی او دا باید ونه غوښتل شي بلکې په عملي ډول ترسره شي، هغه وویل د افغانستان اوسنی نظام په بشپړه توګه شرعي او اسلامي دی او هیڅ دلیل دې ته نه پیداکېږي چې په وړاندې یې څوک د جګړې فتوا ورکړي، ولس ته په کار دی چې د دولت تر څنګ ودرېږي.

نوموړي زیاته کړه ټول قومونه دې د سولې تړونونه وکړي که طالبان د شریعت، قومي تړون او هرې لارې سولې ته غاړه ږدي مونږ ورته تیار یو. دغه راز هغه د ښځو نقش په سوله کې خورا مهم او ضروري وباله ځکه د جګړې تر ټولو ډېره قرباني خوېندې ورکوي نو په دې خاطر باید ورته د سولې پروسه کې زیاته ونډه ورکړل شي.

دغه راز د غونډې نورو ویناوالو هریوه د پکتیا د علماوو شورا رئیس قاري خواجه الدین حقبیان، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ځاځۍ، د پکتیا د ځوانانو رئیس جمعه ګل افغان، علي جان محمدي، حاجي عطامحمد فیروز، حاجي خان منګل، ناظم ځدراڼ، رسول خان احمدخېل او د خوېندو په استازیتوب ډاکترې نازدانې پکتیاوال خبرې وکړې، ټولو ویناوالو په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې مونږ د پکتیا ټول ولسونه یوه اسلامي او دایمي سوله غواړو او په قطر کې د سولې روانو خبرو، نظام، امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان او د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه څخه په کلکه ملاتړ کوو، دوی ټولو په هېواد کې اوسنۍ جګړه د افغانستان د ولسونو او اسلام مقدس دین پر ضد یاده کړه او غوښتنه یې وکړه چې نور دې دغه جګړه پای ته ورسوي او سوله دې وکړي.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټینګښت په دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu