د پکتیا ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو د یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۱۰:۱۱

۱۴۰۰/۷/۱۴،  ۱۴۴۳/۲/۲۹ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د وزارت د عامه اړيکو او ښوونې او روزنې مسؤل محترم شیخ حضرت ولي حقاني هم حاضر و، په ګرديز کې د پکتيا ولايت د مرکز او مختلفو ولسواليو له یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره وکتل او د هغوې ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

 غونډه دعظیم الشان قرآن د څومبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې يو شمېر قومي مشرانو د نورو په استازیتوب ښاغلي نوري او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه. نوموړو په هېواد کې د اسلامي امارت د ټینګښت او فتوحاتو له امله خوښي څرګنده کړه وی ویل: د پکتیا ولایت ولسونو د تاريخ په اوږدو کې د اسلام د مقدس دين په لار کې بې شمېره قربانۍ ورکړي او اوسمهال هم د اسلامي امارت د مجاهدینو تر څنګ ولاړ دي. نوموړو دغه راز خپلې يو لړ سيمه ييزې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې، چې پکې د سرحدي ولسواليو د خلکو ستونزې، د دواړو غاړو د قومونو او قبايلو تر منځ د اړيکو پراختيا او انسجام، په کرښه د خلکو د تګ راتګ او په سوداګری اسانتيا شامل دي او همدارنګه يې د هېواد د ټولو ولسونو ترمنځ په اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ او له اسلامي امارت څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

 ورپسې د وزارت د عامه اړيکو او ښوونې او روزنې مسؤل محترم شيخ حضرت ولي حقاني د اسلام د مقدس دين په رڼا کې د انسانانو حقوق او وجايب بيان کړل، زياته تکړه يوازې با تقوا کسان کولای شي ، چې ټولنه د پرمختګ پر لور سوق کړي . نوموړي د مجاهدینو مجاهدت او په دې لار کې د دوې سرښندنو باندې هم رڼا واچوله وویل: اوس، چې د اسلامي امارت مجاهدینو د زرګونو شهیدانو په سرښندنې او الهي نصرت سره د اسلام او خلکو دښمنانو ته ماتې ورکړه نو په کار ده، چې د افغانستان ټول ولسونه سره لاسونو ورکړو او د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هېواد د آبادۍ او سرلوړي لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري خبرې وکړې زياته يې کړه: خوشاله يم چې نن په ګرديز کې د پکتيا له شمله ورو ولسونو سره له نږدې ګورم او ستونزې يې اورم. نوموړي زياته کړه: د پکتيا ولسونو د شل کلن اشغال او جهاد په دوره کې زیاته ونډه اخیستې، چې دا کار له وطن سره د دوې د مينې ښکارندويي کوي. ښاغلی نوري دغه راز د اشغال دوران او له امله یې په ټولنه کې راز راز ستونزو ته هم اشاره وکړه، وې ویل: جهاد یوازې جګړه نه ده، جهاد د دوو اساسي موخو لپاره ترسره شوی، چې یوه یې د پردو له سلطې او اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ ترلاسه کول او بله یې د اسلامي نظام ټینګښت دی، چې د پاک الله ج په نصرت او د افغان مجاهدينو په سرښندنو سره موږ دغو دواړو موخو ته رسېدلې یو اوس به هڅه وکړو چې افغانستان د اقتصادي پلوه هم په پښو ودريږي او نور افغان ولس ونه ځوريږي. ښاغلي نوري ډ خپلو خبرو په دوام وويل: هر افغان که هغه د نظام په دننه کې وي او يا له نظام څخه به بايد د اسلامي نظام ترسيورې لاندي د کورنيو او بهرنيو د سيسو او فتنو مخه ونيسي او د هېواد د دښمنانو منفي تبليغات او توطيې شنډې کړي همدارنګه ښاغلي نوري دوې ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي دغه راز ښاغلي نوري د خپلو خبرو په دوام وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانان به خپل هېواد په ګډه جوړوي . دا زموږ د ټولو هېواد والو اسلامي او هېوادني مسوولیت دی، چې ستونزو ته په ګډه حل لارې پیدا کړو او د هېواد د آبادولو او پرمختګ لپاره مټې راونغاړو. وروسته د پکتیا ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رييس محترم مولوي سردار محمد له راغلي پلاوي او د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه چې له زياتو مصروفیتونو سره سره يې په دې ولسي غونډه کې له يو بل سره خپل اندونه او وړانديزونه شريک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu