د پکتيا له والي سره ليدنه

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۲:۰
mobta

د کتنې په پيل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي پکتيا ولایت ته د خپل سفر موخې له ښاغلي کټوازي سره شریکې کړې وې ویل: موږ د جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني د حکم په اساس د پکتيا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د غره او ځمکي پر سر د منګلو او خروټو درنو قومونو تر منځ د رواني شخړي او په څمکني ولسوالۍ کې د څمکنيو او منګلو درنو قومونو تر منځ د تذکرو د توزیع په اړه د شته ستونزې د حل لپاره دغه ولايت ته په رسمي سفر راغلي یو، تر څو يادې ستونزې حل او په اړه يې ښاغلي ولسمشر ته بشپړ رپوټ ورکړو.
ورپسې د پکتيا والي ښاغلي شمیم کټوازي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزی او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د قومي شخړو د حل، د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني هلې ځلې وستایلې او د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې د غره او ځمکي پر سر د منګلو او خروټو قومونو تر منځ د رواني شخړي په اړه هر اړخيز معلومات ورکړه ، وې یل، چې د یادې شخړې د حل په اړه مخکې هم د ولایت د مقام له لورې د یوې جرګې له لارې کار شوي، خو ستونزه لا نه ده حل شوی، هیله لرو، چې ستاسو په راتګ سره یاده شخړه حل شي، تر څو د دواړو قومونو تر منځ تلپاتې سوله وشي.
همداراز ښاغلي کټوازي په څمکني ولسوالۍ کې د څمکنيو او منګلو قومونو تر منځ د تذکرو د ورکړي په اړه د شته ستونزې په هکله وويل، چې موږ هڅې کړي، څو ځلې مو د یادې ستونزې د حل په موخه څمکني ولسوالۍ ته سفر کړی او دا ستونزه مو تر یوې اندازې پورې حل کړئ، چې ستاسو په راتګ سره به یو مخیزه حل شي.
د خبرو په پای کې پریکړه وشوه، چې راغلی پلاوی به لومړی د یادو ستونزو په اړه مخکني اسناد څيړې او بیا به په شخړي کې د دواړو قومونو له استازو سره له نږدې ګوري، تر څو د حل ښې لارې چارې ورته پیدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۲۰
Background image

باميان ولايت کې ولسي شخړې پای وموند

 

دوشنبه ۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب‌ الله سجاد د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې، چې مل پلاوي يې ملتا کوله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
Background image

د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu