د وزارت MOBTA Reform پروژې د چارو پرچټکتیا ټینګار وشو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۲۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین محترم محمد آصف ننګ نن له غرمې مخکې د وزارت د اصلاحاتو MOBTA Reform پروژې مسؤلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د دوې چارې وارزولې.

په دې غوڼده کې، چې د وزارت یو شمېر رئیسان او آمرین هم حاضر وو، د یادې پروژې مدیر ښاغلي نزاکت علي پارسا د پروژې د فعالیتونو، لاسته راوړڼو او راتلونکو پلانونو په اړه د یوه پرېزنټېشن له لارې معلومات وړاندې کړل او د چارو د بهبود په موخه یې خپل یو لړ وړاندیزونه شریک کړل.

ورپسې مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ د یادې پروژې کړنو ته په اشارې سره وویل: چې پروژه باید له نورو ریاستونو سره په بشپړې همغږۍ او همکارۍ سره خپلې چارې پرمخ بوځي او په چارو کې د بهبود په موخه خپلې کړنې چټکې کړي. ښاغلي ننګ دغه راز دوې ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو او وړاندیزونو ته به یې مناسبې حل لارې پیدا کړي

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

 

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي په نويا دره کې د دوو کورنيو ترمنځ د پورونو پر سر راپورته شوې لس کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کانتیوا او د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او د خلکو د استازو په ګډون پراخې غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

 

دوشنبه ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸

نن په کابل کې د زابل ولایت له شاجوی ولسوالي څخه راغلیو علماوو او قومي سپين ږیرو د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله. . .

BACK TO NEWS

User account menu