د وزارت کارکوونکوته د سرحدي څېړنود نوي معین پېژندنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۵:۷
.

 

ښاغلی جما ل الدین بدر، چې د وزارت په وړاندیزاود جلالتماب ولسمشرد حکم پراساس د سرحدونواوقبایلوچارووزارت د سرحدي څېړنود معین په توګه ټاکل شوی دی نن د روان کال دزمري پر۱۹نېټه ددغه وزارت کارکوونکوته د یوې غونډې په ترڅ کې وروپېژندل شواوپه کاریې پیل وکړ.

په یاده غونډه کې د سرحدونواوقبایلوچارووزیرښاغلي محب الله صمیم، معینانو، چارواکواوکارکوونکو، په ولسي اومشرانوجرګه کې د نورستان د خلکواستازو، پخوانیووالیانو، د قومي شوراګانو مشرانو او دغه رازد نورستان ولایت قومي مشرانواو یو شمېرمیلمنوګډون کړی و.

mobta

ښاغلي محب الله صمیم چې په دې اړه یې خبرې کولې وویل: چې ښاغلی بدرپه نړۍ والواړیکوکې ماسټري لري،وطندوسته شخصیت دی که یې دنده درلوده اوکه نه دهېواد ملي ګټې یې په پام کې دي اوددې هېواد د سوکالۍ لپاره یې کارکړی. نوموړي ته یې د خدمت کولود توفیق دعا وکړه وې ویل : اړتیا ده چې سره یوموټی، یوغږاوپه یوه واحد صف کې واوسودغه راز یې په همغږۍ ټینګاروکړاو د مخکیني معین ښاغلي ډاکټرمحمد آصف قاضي زاده له خدمتونوڅخه یې مننه وکړه.هغه مډال یې دده په سینه وټومبه کوم چې د غوره خدمتونوله امله یې د جلالتماب ولسمشرلخوا منظورشوی و.

ورپسې ښاغلي محمدیاسین پکتین ددې ټاکنې په اړه د ولسمشر۵۴۴ګڼه حکم ولوست.

ښاغلي بدرد هم د خپلو خبروپه ترڅ کې د جلالتماب ولسمشر دغه راز د سرحدونواوقبایلوچارووزارت مشرتابه له باوراواعتمادڅخه مننه وکړه ویې ویل: څه چې زموږپه صلاحیت اومسؤلیت کې دي هغه به په صداقت ترسره کوو، له قومونوسره به لاډېره همغږي پیدا کوو، الله دې د خدمت کولوتوفیق راکړي.

mobta

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو د سرحدي څېړنو پخواني معین ډاکټر محمد آصف قاضي زاده د ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ له کاري ټیم څخه چې کابو درې کاله یې په همغږۍ او سلامشورو ورسره دنده ترسره کړې وه مننه وکړه وې ویل: که په دنده کې یم یا نه یم خپل هېواد نه به خدمت کوم او د هېواد په ګټه به له وزارت سره خپلې اړیکې ساتم.

دغه راز په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو استازي ښاغلي اتیکان، د پکتیا پخواني والي ښاغلي محمد حلیم فدایي دغه راز د چاروادارې د فرهنګي چارو رئیس پخپلو خبروکې ښاغلی بدر وړ، ژمن او متخصص شخص یاد کړ وې ویل :چې کولاي شي د چارو په ترسره کولو کې مثبت بدلون راولي. هیله یې څرګنده کړه چې په اخلاص هېواد ته خدمت وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu