د وزارت له کارکوونکو څخه د رسول الله ﷺ د سیرت د کتاب ازموینه واخیستل شوه

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۸:۲۹
د وزارت له کارکوونکو څخه د رسول الله ﷺ د سیرت د کتاب ازموینه واخیستل شوه

 

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د دعوت او ارشاد عمومي ریاست د مکتوب پر بنسټ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قدرمنې رهبرۍ په تایید، نن د ۱۴۴۸/۳/۳۰ نېټه، د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت د لومړۍ برخې له کتاب څخه د وزارت له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس، الحاج مفتي شفیع‌ الله ثاقب د ازموینې د ترتیب، څرنګوالي او د امتحان د ترسره کېدو د بهیر په اړه ګډونوالو ته لازم او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي له ټولو ګډونوالو څخه د ګډون او همکارۍ له امله مننه وکړه او هغوی یې وهڅول چې خپلې پاڼې په ټاکل شوي وخت کې په ښه توګه حل کړي.

په دې ازموینه کې د وزارت د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي په ګډون ګڼو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و. نوموړي د ازموینې په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې هر مسلمان د رسول الله ﷺ د سیرت او اخلاقو د زده کړې او په خپل ژوند کې د عملي کولو مسؤلیت لري؛ نو اړینه ده چې د دیني کتابونو مطالعه او زده کړه جدي ونیول شي. نوموړي د کارکوونکو لپاره د دیني درسونو دوام مهم وباله او ویې ویل، چې د دغو درسونو له لارې د دیني پوهاوي ترڅنګ د اسلامي ټولنې د ټولنیزو اصولو او ورځني چلند په اړه هم لازم معلومات ترلاسه کېږي. د یادونې وړ ده، چې د دغې ازموینې پایلې به په نږدې راتلونکي کې اعلان او ممتاز کارکوونکي به د هڅونې په موخه په معنوي ډالیو ونازول شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل

 

يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۸
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu