د وزارت د دویمو واحدونو د ریاستونو او آمریتونو ستونزې واوریدل شوې

په دې کتنه کې لومړې له ولایتونو سره د اړیکو رئیس ښاغلي حمیدالله خېبر د وزارت د دویمو واحدونو د یو شمېر ریاستونو او آمریتونو ستونزې د حل په موخه له ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي سره شریکې کړې او په اړوند برخو کې یې خپل معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې یادو ستونزو ته په اشارې سره وویل: د دې لپاره چې ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا کړو نو باید په دې برخه کې بشپړه همغږي ولرو او په ګډه سره سلا مشورې وکړو.
همدا راز یې له اړوند رئيسانو وغوښتل، چې په بشپړې همغږۍ سره به د دوهمو واحدونو د ریاستونو او آمریتونو ستونزو ته د رسیدنې په موخه لاس په کار شو، چې په دې برخه کې یې اړوندو ریسانو لازمې لارښوونې هم وکړې.