د وزارت اړوند لېسو او انستیټیوت زده کوونکو ترمنځ د کرکټ او والیبال سیالۍ پیل شوې

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۵:۱۳
mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الثاني٢٢مه

په یاده غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس محمد نبي شهاب، د انستیټیوت او لېسو امرینو او یو شمیر مېلمنو پکې ګډون کړی ؤ. په پیل کې د ښوونې او روزنې رئیس ښاغلي شهاب د یاد ریاست د لاسته راوړنو، کانکور په ازموینه کې د لوړو زدکړو بېلابیلو څانګو ته د زده کوونکو د لار موندنې په اړه خبرې وکړې د کرکټ او والیبال لوبغاړو ته یې ډاډ ورکړ چې ملاتړ به در څخه کوو او دا لړۍ به دوامداره ساتو. د رحمان بابا لېسې آمر هم پخپله وینا کې ورزش د زده کوونکو د سلامتیا لپاره اړین وباله او د دا ډول سیالیو په لاره اچول یې ګټور وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu