د وزارت اړوند رحمان بابا او خوشال بابا عالي لېسو له زده کوونکو او اداري پرسونل سره د اختر مبارکي وشوه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم نن سهار د نيکمرغه کوچني اختر لمانځه له ادا کولو وروسته د وزارت اړوند رحمان بابا او خوشال بابا عالي لېسو ته تشریف يووړ او ددغو لېسو له زده کوونکو سره يې د اختر روغبړ او مبارکي وکړه.
محترم محب الله صميم له روغبړ وروسته د هغوی ستونزې واوريدې او اړوندو رياستونو ته يې لارښوونه وکړه، چې ستونزې يې هوارې کړي.
ښاغلي صميم زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: وزارت ژمن دې چې تاسو ځوانانو ته د زده کړې مناسب چاپېريال او لازمې اسانتياوې برابرې کړي تر څو وکولای شی، په مناسب چاپېريال کې خپلې زدکړې تر سره کړی.
په مقابل کې د يادو لېسو زدکوونکو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير له نيک احساس څخه، چې د اختر لومړۍ ورځ يې د دوی پوښتنې او لیدنو ته ځانګړې کړې وه، مننه وکړه.