د وزارت اړوندو لېسو او بايزيد روښان انسټيټوټ زده کوونکو او محصلانو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۹:۵
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي محمد آصف ننګ نن شنبې د وزارت اړوند رحمان بابا , خوشال خان لیسو او بايزيد روښان انسټيټوټ له زده کوونکو او محصلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې يې له نږدې واورېدې.

په ياده ليدنه کې زده کوونکو او محصلانو په بېلابېلو برخو کې خپلې يو لړ ستونزې شريکې کړې او د وزارت له مشرتابه څخه يې مننه وکړه، چې په دوامداره توګه يې د دوى پوښتنه کړې او هم يې ورته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړی دی.

ورپسې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي ننګ يادو زده کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د تل په څېر به د دوې ستونزو ته حل لارې لټوي او په دوامدار توګه به د زده کوونکو تدريسي او اداري چارې څارې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu