د واخان د جیوپولیټیکې او جیوستراتيژیکې سیمې پلټنه او څېړنه ترسره شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۱:۴۰
واخان

شنبه ـ ۱۴/محرم الحرام/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه پلاوي له لوري د یاد ولایت د دریو ولسوالیو په مربوطاتو کې د ډيورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو څېړنه او بررسي وشوه. 

د دغو ولسوالیو له جملې د واخان، زیبک او کرن منجان ولسوالیو د پلټنې، مطالعې او څېړنې لپاره د یاد وزارت د سرحدي بررسيو رئیس انجنیرغلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ او په واخان ولسوالۍ کې یې له تاجیکستان هیواد سره ۴۳۴،۶۲ کیلومتره، له چین سره ۹۶ کیلومتره ، له جمو کشمیر سره ۱۰۲ کیلومتره او له پاکستان سره ۲۴۶،۰۱ کيلومتره فرضي کرښه او رسمي سرحدونو مطالعه او بررسي کړل. دغه پلټنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له شاوخوا دریو لسیزیزو را په دې خوا د ډيورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو ته څوک د کتنې  په موخه نه دي ورغلي. د دغې پلټنې په ترڅ کې د هیواد ارزښتمنې ساحې چې واخان او پامیرونه یې د یادولو وړ دي هم مطالعه او وڅېړل شوې.

د ذکر شویو سیمو له ډلې پامیر چې د نړۍ د بام په نامه مشهوره سیمه ده د ګران هیواد افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري او د سیمې په کچه د جیو پولیټیک او جیو ستراتيژیک ځایګي له نظره له خورا لوړ ارزښت او پوره اهمیت څخه برخمنه ده. د دغې سیمې د اهمیت په اړه د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې واخان د افغانستان د سر مثال لري او هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې دې ته کوم زیان ورسوي. 

واخان د بدخشان ولایت له مهمو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې د پاکستان له نامنل شوې فرضې کرښې (ډیورنډ),جمو کشمیر,چین او تاجکستان هیواد سره ګډه پوله لري او د پامیر د واورینو غرونو د شتون له کبله د امو سیند یوه له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.  

دغه ولسوالۍ چې د ورېښمو د مشهورې ترانزیټي لارې مبدا هم ورته ویلی شو، د ختیځې او منځنۍ آسیا د نښلېدو او اتصال مزی بلل شوی، چې پخوا له ختیځې آسیا څخه منځنۍ او جنوبي آسیا ته د تجارتي اموالو د لېږد را لېږد یوه ډېره لنډه او کم مصرفه لاره ګڼل کېده. دغه مهمه ترانزیټي لاره چې د وروستیو بحري لارو او په هیواد کې د کړکېچونو د زیاتوالې له امله له پامه لوېدلې وه، د اسلامي امارت په راتګ سره یې یو ځل بیا د رغېدلو هیلې غوړېدلي او د یوې پروژې له لوري له یو نیم کال کار کولو وروسته د کوچینو موټرو د تګ لپاره چمتو شوې، لرې نه ده، چې د دغې لارې له طریقه افغانستان یو ځل بیا د شرقي او غربي آسیایي هیوادونو ترمنځ د اتصال په ټکي او پُل بدل شي. 

د وزارت له لوري لېږل شوي پلاوي د یادو سیمو په اړه له کتنې، مطالعې، او پلټنې وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو د خوندیتوب ډاډ وړاندې کړ او په یاد ولایت کې د شغنان او اشکاشم پاتې دوه ولسوالۍ به هم په نږدې وختونو کې د سرحدي بررسي تر پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu