د هیواد د ټولو قومونو د ستونزو حل زموږ مسؤلیت دی

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۱:۸
Mobta

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچيانو د صحي ستونزو د رفع کولو لپاره یو روغتیایي کلینیک چې پخوا یې کارونه پیل شوي وو، رسماً پرانیستل شو. یاد کلینیک د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو د جي پایکو نړیوالې مؤسیسې په مالي ملاتړ او همکارۍ جوړ شوی دی چې د نارینه او ښځينه ډاکترانو او واکسیناتورانو له لوري به کوچیانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د افتتحاح په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس حاجي رحمت الله غازي عمر، د کوچیانو سرخیلانو، علماءکرامو، او د سیمې ځوانانو ګډون کړی وو. په یادو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي غازي عمر وویل: زموږ هدف د هیواد د ټولو قومونو ستونزې اورېدل او ورته رسیدګي کول دي. هغه زیاته کړه: کوچي قشر له خدمتونو محروم دی، دوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې موږ پوره کوښښ کوو.

د کوچي قومونو په استازیتوب څو تنو مشرانو د یاد ریاست ستړیاوې او خدمتونه وستایل او ویې ویل: کوچیان له ډېرو خدمتونو څخه بې برخې پاتې دي، د اسلامي امارت په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له مسؤلینو څخه منندوی یو چې موږ ته یې صحي اسانتیاوې برابرې کړې دي، دوی له روغتیایي کارکوونکو سره د مرستې په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu