د نيکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزير د مبارکۍ پيغام

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۰ - ۲۳:۲۱
mobta

بسم الله الرحمن الرحيم، والحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على رسول الله -صلَّى الله عليه وسلَّم-، الصادق الوعد الأمين، وعلى آله وأصحابه ومن تبعه، ووالاهم بإحسان إلى يوم الدين، الله أكبر الله أكبر الله أكبر، لا إله إلّا الله، الله أكبر الله أكبر الله أكبر، ولله الحمد، وأشهد ألّا إله إلّا الله وحده، صدق وعده ونصر عبده وأعز جنده وهزم الأحزاب وحده، لا شيء قبله ولا شيء بعده، وأشهد أنّ محمدًا رسول الله -صلَّى الله عليه وسلّم-، وصفيه وخليله، خير نبي أرسله وهداية للعالمين اصطفاه، أما بعد! د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تر ټولو لومړی اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله، محترم رئيس الوزراء د اسلامي امارت ټولو قدرمنو مشرانو، د هيواد د پولو او داخلي امنيت ساتونکو سرتيرو مجاهدينو، ټولو غيورو هيوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د نيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې، طاعات، صدقات، دعاګانې او ټول نېک اعمال په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوه. الله تعالي ته دي حمد او ثنا وي چي سږکال کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځو چې هېواد مو په بشپړ ډول له اشغال څخه ازاد او له نيمې پيړۍ جګړو او ناخوالو وروسته زموږ هيوادوال د اسلامي شرعي نظام تر سيوري لاندي د سولې او ارام ساه اخيستې او د خپلواکۍ تر څنګ د امن اختر لمانځي. دا چي افغانستان يوه سنتي ټولنه ده او کثيرالقبيلوي او قومي جوړښت لري نو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په هيواد کې مېشتو قومونو ته د نيکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ دا پيغام لري چي ټول قومي متنفذين دي پخپلو قومونو کې د هغو ناوړه او ناروا دودونو او رواجونو مخه ونيسي چي د اسلام مبارک دين له ارشاداتو سره په ټکر کي وي. الحمدلله زموږ يوه اسلامي ټولنه ده موږ مکلف يو چي خپل ژوند د اسلامي لارښوونو سره سم جوړ کړو، د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث مبارک دی ( ألا كُلُّكُم راعٍ و كُلُّكُم مَسؤلٌ عَن رَعِيَّتِه)ژباړه: خبر اوسئ تاسو هر يو راعي(شپون) ياست او هر يو د خپل رعيت او تر لاس لاندي کسانو په اړه مسؤل او پوښتل کيدونکي ياست. رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل ژوند په وروستنۍ خطبه کي د نورو توصيو تر څنګ دا توصيه هم وکړه چي له ښځو سره ښه چلند کوئ؛ په تأسف سره بايد ووايو چي په افغاني ټولنه کي د ځينو ناوړه دودونو له کبله د ښځو حقوق تلف شوي خو د اسلام د ارشاداتو له مخې ښځه په ميراث کي خپل ټاکلی حق لري بايد ورته ورکړل شي، ښځې بايد په بدو کي ورنکړل شي، او په ازدواجي ژوند کي ونه ربړول شي او ورسره له مينې او ترحم څخه کارواخيستل شي‌. په پاي کي يو ځل بيا ټولو هيوادوالو او په ځانګړي توګه امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم. هيله ده له خوښيو ډک اختر ولرئ. د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله (نوري)

۲۸/۹/۱۴۴۳هـ ق ۹/۲/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/4/29م

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu