د ننګرهار په اچين ولسوالي کې د نږدې یوې پېړۍ او د کنړ په شلتن کې د شاوخوا ۲۰ کلنې شخړې پای

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۱۵
د ننګرهار په اچين ولسوالي کې د نږدې یوې پېړۍ او د کنړ په شلتن کې د شاوخوا ۲۰ کلنې شخړې پای

 

يکشنبه ۷ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په اچین ولسوالي کې هغه اوږدمهاله شخړه چې نږدې ۸۰ کاله وړاندې رامنځته شوې وه د خبرو اترو له لارې په سوله ییز ډول حل او فصل شوه.

د دغې رامنځته شوې شخړې په پايله کې د ګڼو مالي تاوانونه ترڅنګ شپږ تنه وژل شوي وو او يو تن پکې ټپي شوی هم و، چې د مسؤلينو د پرله پسې هڅو او ناستو په نتيجه کې دواړو خواوو سوله ييز ژوند غوره کړ او له دښمني لاس په سر شول.

په ورته مهال د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شلتن ولسوالي کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ سوله وکړه. د سولې د حل په مراسمو کې ګډونوالو د ښکېلو اړخونو تر منځ د دښمني پای یو لوی کار وباله او د اسلامي امارت د مشرانو د هڅو قدرداني يې وکړه.

د يادې رامنځته شوې شخړې په پايله کې يو کس وژل شوی، څو تنه ټپيان شوي وو او د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ يې ژورې ستونزې هم را ولاړې کړې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu