د ننګرهار د ولايتي شورا له مرستيال او غړو سره کتنه

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۹:۱
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صميم نن پنجشنبې د روان لمريز کال د تلې مياشتې پر 17 مه نېټه ننګرهار ولايت ته د رسمي سفر په لړ کې د ياد ولايت د ولايتي شورا له مرستيال ښاغلي اجمل عمر او نورو غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازي هر يو عبدالرؤف شپوڼ، نيازولي مسلم شينواري او عبدالکريم کريم هم حاضر وو ، د سيمه ييزو ستونزو سربېره په ملي يووالي، د سولې په ټينګښت کې د قومي مشرانو د رول، ، د جرګو او ولسي غونډو له لارې د قومونو د انسجام، د ملي پروژو په پلي کولو او په يو لړ نورو مهمو موضوعګانو بحث او خبرې وشوې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu